د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع په مشرۍ اداري غونډه نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست مرستیالانو، د بېلابېلو ادارو رئیسانو او د اداري معاونیت د دفتر لوی رئیس هم حضور درلود، محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د چارو ښه والی، د وړاندیزونو او ستونزو شریکول او هغو ته د اساسي حل لارو موندل د دغو ناستو اساسي موخه وبلله.
د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس له اړوندو مسئولینو وغوښتل چې د ورورګلوۍ او صمیمیت په فضا کې خپلې چارې تعقیب او په اخلاص یو له بل سره همکاري وکړي.. همدارنګه دې د بیت المال خوندیتوب، موثر استعمال او د ضایع کېدو مخنیوي ته پاملرنه وکړي.
ورپسې محترم مولوي عبدالخلیل روحاني د ریاست الوزراء اداري معاونیت، محترم مولوي محمد داود محمدي د تخنیک او ټرانسپورټ ریاست، محترم مولوي ګلزار احمد حقاني د تدارکاتو ریاست او محترم ملاحمدالله فطرت د ویاند دفتر اړوند موضوعات، اړتیاوې او وړاندیزونه مطرح کړل.
د اجنډا مطابق د ازاد بحث په برخه کې د غونډې ګډونوالو د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خپل نظریات او معلومات شریک کړل. یاده غونډه د خیر په دعا پایته ورسېده.