د پانګونو په جذب کې د افغانستان اسلامي امارت د پالیسي ترسرلیک لاندې علمي سیمینار کې د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا

د پانګونو په جذب کې د افغانستان اسلامي امارت د پالیسي ترسرلیک لاندې علمي سیمینار کې د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پانګونو په جذب کې د افغانستان اسلامي امارت د پالیسي د توضیح په مناسبت د افغانستان علومو اکاډمي کې جوړ شوي علمي سیمینار کې ګډون او وینا وکړه. 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دې عملي سیمینار په جوړېدو د خوښي څرګندولو سره وویل، اقتصاد د یوې ټولنې د ټولو برخو په پرمختګ کې اساسي رول لري او اسلام د تولید له سپارښتنې سره د هوسا او عادلانه ټولنې په لټه کې دی. ټولنه چې اقتصاد ونه لري، نشي کولی په هیڅ برخه کې له هغې جملې ټکنالوژي او د خپلې خپلواکي او حیثیت په دفاع کې اغېزناک او ګټور اقدام وکړي.  

محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، افغانستان له نیمې پېړۍ وروسته او د اسلامي امارت له واکمني سره امنیت او ارامي تجربه کوي، اداري فساد له منځه تللی او د نشه یي توکو کښت، قاچاق، سوداګري او استعمال منع شوی او معتادین راټول شوي چې دا د افغان ملت لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده. 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په افغانستان کې د پانګونو جذب کې د اسلامي امارت په ټینګ ملاتړ پر ټینګار وویل، اسلامي امارت تاجرانو او پانګوالو ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ته تیار دی. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کانونو د رااېستلو، انرژي، ټرانسپورت او انتقالاتو، مخابراتو او نورو برخو کې د پانګونې د اړتیا په اړه خبرې وکړې او وې ویل، داخلي تولیدات په اقتصادي وده، پرځان بسیاینه او د شغلونو ایجاد او د وړتیاوو په غوړېدا کې ځانګړی ارزښت لري او اسلامي امارت له داخلي تولیداتو څخه په ملاتړ کې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا او له بهر څخه د توکو د راواردولو د کمولو په هڅه کې دی. 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د داخلي تولیداتو ملاتړ د اقتصادي ودې، د ملي عوایدو د زیاتوالي او په هیواد کې د اقتصادي ضربې د کموالي لامل کېږي او همدارنګه د صادراتو د زیاتوالي، د بانکي او سوداګریزو اسانتیاوو، په سوداګرۍ کې د الکترونیکي سیستمونو د رامنځته کېدو، زیربناوو، په کارخانو او صنعتي پارکونو کې د پایداره انرژي د تامین او د زیاتو کاري فرصتونو د برابرېدو لامل کېږي او هیواد پر نورو له تکیې څخه خوندي کوي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي له ملي تاجرانو او پانګوالو وغوښتل چې د تولیداتو په ځانګړي ډول د خوړو او درملو کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال همدارنګه له ګاونډیو هیوادونو څخه د مهاجرینو راستنېدو او د وروستیو طبیعي پېښو له امله اوښتو زیاتو ځاني او مالي زیانونو ته اشاره وکړه او له ملي تاجرانو او ټولو افغانانو یې وغوښتل چې د خپل توان په اندازه د مهاجرینو او زیانمنو ملاتړ ته پاملرنه وکړي. 

په پای کې محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د افغانستان اسلامي امارت د متقابل درناوي په اساس له ټولو ګاونډیو او نورو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او موږ غواړو ټول مسایل د ډیالوګ او مذاکراتو له لارې حل شي او جنګ د هیڅ لوري په خیر نه ګڼو، باید ټول مسایل د یوې معقولې، منطقي، پر متقابل درناوي ولاړې طرحې او د ګټې ګټې منطق په اساس حل شي او دواړه ګاونډي هیوادونه په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.