د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا اړینه وبلله او ویې ویل، افغانستان له کونړ سیند نیولې د هلمند او فراه تر پراخو لمر لرونکو دښتو او د هرات او نیمروز تر چټکو بادونو پورې د برېښنا تولید لپاره بې شمېره سرچینې لري. 

هغه زیاته کړه، د برېښنا په برخه کې خودکفایۍ ته رسېدل اسلامي امارت په خپلو لومړیتونو کې نیولي او په دې برخه کې اساسي هڅې کوي. 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال څرګنده کړه، د برېښنا په برخه کې په خودکفا کېدو سره به افغانستان د بې کیفیته وارداتو پر ځای باکیفیته توکي بهر ته صادروي او هېواد ته به د پانګې راتلو دروازې پرانیستل شي.

په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پر ټولو سوداګرو او پانګوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې د صنعت او په ځانګړي ډول د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت ډاډ ورکوي، چې هر ډول اسانتیاوې ورته برابروي.

د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه څلور مېګاواټه برېښنا تولیدوي، چې تر ډېره به د دغه ولایت د اوسېدونکو د برېښنا ستونزې ورسره حل شي.