د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اهل تشیع علماوو او مخورو سره وکتل.
دوی د اسلامي امارت د مسئوولینو او اهل تشیع علماوو او مخورو تر منځ په دوامدارو کتنو خوښي وښوده وې ويل، دا ډول ناستې د حکومت او ملت تر منځ د همکاريو زياتوالي ته لار هواروي.
دغو اهل تشيع علماوو اسلامي امارت ته د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.
همداراز دوی په مختلفو برخو کې خپل وړاندیزونه او مشورې هم د رياست الوزرا کفيل سره شريکې کړې.
د ریاست الوزراء محترم کفیل هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اهل تشیع هم د نورو افغانانو په څېر د هېواد مهمه برخه ده او ټولو ته به د شريعت په رڼا کې برابر او عادلانه حقونه ورکول کېږي.
نوموړي زياته کړه، له اسلامي امارت سره د اهل تشیع علماوو او مخورو ناستې او د همکارۍ ډاډ د افغانستان د پرمختګ سبب کېدای شي او حکومت دې برخې ته لومړيتوب ورکوي.
محترم مولوي صاحب عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې یادونه وکړه، چې ستاسو وړانديزونو او مشورو ته د رسيدګي په موخه به اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.