د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت سفیر ښاغلي مردف القاشوطي سره وکتل.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د قطر دولت د پانګونې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او یو شمېر سیمهییزو موضوعاتو په اړه بحث وشو.