د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په بلخ ولایت کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې د بیاځلي فعالېدو پرانیسته وکړه.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په هیواد کې د اوسپنې پټلۍ شبکو د پراختیا په برخه کې د ټولګټو وزارت هڅې وستایلې او همداراز یې د ازبکستان له همکاریو مننه وکړه.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پخوا په پرتله پياوړې شوې او د لا پراختیا لپاره یې د بلخ ولایت د محترم والي صاحب په مشرۍ له اړوندو ادارو سره ګډه کمېټه ټاکل شوې ده.
د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه ۷۰ کیلومټره اوږدوالی، ۳۰ کیلومټره فرعي کرښې، پنځه سټېشنونه او همداراز د ۵۰ واګونونو د تخلیې ظرفیت لري.
د دې برخې په فعالېدو سره به د سوداګریزو توکو د حجم په زیاتوالي او انتقال کې پام وړ سهولتونه رامنځته شي، چې په پایله کې به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې او د هیواد د اقتصادي ودې بهیر لا پیاوړی شي.#