د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په ساختماني او سیمه ییزو پراختیايي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي حوسنولین مارات شاکر زیانوویچ سره وکتل.
په دې ليدنه کې، دواړو لوريو پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو خبرې وکړې.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت له روسیې فدراسیون غواړي، ترڅو د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو سطحه لوړه او رسمي مرحلې ته یې داخل کړي، چې پر سیاسي ډګر سربېره په اقتصادي ډګر کې هم د عملي پرمختګونو شاهدان واؤسو. اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې افغانستان به د سیمې د یو مسؤل اقتصادي شریک په توګه مثبت رول ولري.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د روسیې فدراسیون له سترې محکمې مننه وکړه، چې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه یې د اسلامي امارت نوم لرې کړ.
محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست غوره کړی او هدف دا دی، چې دغه هیواد په سیمه کې د اقتصادي همکاریو، تجارت او ترانزیټ په مرکز بدل شي. دا نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د ټولې سیمې په ګټه دی.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، په همدې موخه اسلامي امارت هڅه کوي چې سیمې او لرې پرتو هیوادونو ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه برابره او په مختلفو برخو کې بهرنۍ پانګونه جلب او جذب کړي. پر همدې اساس د روسیې فدراسیون ته په ارزانه بيه د ښارونو او کورونو جوړولو، دولتي ښوونځیو او روغتونونو، سړکونو، پلونو، اوبو بندونو، د اوبو رسولو سیستمونو او برېښنا رسولو شبکو کې د پانګونې بلنه ورکوو.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان د شمال - جنوب دهلېز په مسیر کې پروت دی او لېواله دی، چې د دې دهلیز په تقویت او سیمه ییز اقتصادي اتصال کې مؤثر رول ولري. په دې برخه کې د روسیې په څېر د یوه ستر او تاثیر ګذاره هیواد شراکت مهم دی ترڅو نور هیوادونه د تجارت او ترانزیټ په لاره کې خنډ جوړول د ابزار په توګه ونه کاروي.
محترم ملا صاحب د دې لیدنې پر مهال افغان - ټرانس د سیمې له مهمو پروژو یاده کړه او وې ویل، دا پروژه د مرکزي او جنوبي اسیا د وصل په برخه کې مهم رول لري او اسلامي امارت د روسیې فدراسیون څخه غواړي چې د پلان مطابق یې د چارو په بشپړولو کې همکاري وکړي.
ورپسې په ساختماني او سیمه ییزو پراختیايي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي حوسنولین مارات خبرې وکړې.
هغه وویل، له افغانستان سره د دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه یې د اسلامي امارت نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه لرې کړی او هیله لري چې دا لیدنه به په نورو برخو کې مهمو پرمختګونو ته لار هواره کړي.
نوموړي زیاته کړه، چمتو دي چې د ښار او کور جوړولو په پروژو کې له اسلامي امارت سره په ګډه کار وکړي.
حوسنولین مارات وویل، په افغانستان کې د ترانسپورټ په برخه کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ستاینه کوي او پوهېږي چې په دې برخه کې اوسمهال په افغانستان کې هېڅ ستونزه نشته.
هغه زیاته کړه، د روسیې فدراسیون چمتو دی چې د شمال - جنوب دهلېز کې افغانستان ته فعاله ونډه ورکړي.
نوموړي په دې اړه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال څخه وغوښتل چې د افغانستان له لوري رسمي استازی ورمعرفي کړي او د افغان ـ ټرانس پروژې پر بشپړولو يې هم ټینګار وکړ.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پر زیاتېدو او بانکي همکاریو ټینګار وکړ او وې ویل، د یادو موضوعاتو مفصل راپور له لومړي وزیر او ولسمشر ولاديمیر پوتین سره شریکوي، تر څو د تعقیب او تطبیق په موخه يې تخنیکي ټیمونه کابل ته واستوي.
دواړو لوریو له خپله اړخه د ذکر شويو موضوعاتو د تعقیب په موخه رسمي استازي معرفي او هیله څرګنده کړه، چې د ګډې همغږۍ په صورت کې به په دې برخو کې پام وړ پرمختګونه ولري.
حوسنولین وویل، دا مجلس ډېر زیات مهم دی، هیله ده د دواړو هیوادونو تر منځ د عملي چارو پیل او ښې همغږۍ ته لاره هواره کړي.#