د امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله د شهادت د اوومې کالیزې مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ګډون
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله د شهادت د اوومې کالیزې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال هغه یو زړور او متواضع رهبر وباله چې د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له رحلت وروسته یې نه یوازې د مجاهدینو اندېښنه رفع کړه، بلکې د ده تر زعامت لاندې مجاهدینو په زیات اقتدار له اشغالګرو سره مبارزه وکړه چې د اشغالګرو د وتلو، د افغانستان د ازادي او د اسلامي امارت د دویم ځلي واکمني لامل شو. همدارنګه د ده په اجازه له ګوانتنامو څخه د اسلامي امارت د یو شمېر مشرانو تبادله وشوه.
نوموړي همدارنګه وویل، د افغانستان اسلامي امارت له بریا وروسته په داخلي برخه کې د عمومي عفوې، د سراسري امنیت د تامین، د سوالګرو د راټولولو او بایومتریک مهمې لاسته راوړنې لري او همدارنګه د نشه یي توکو کښت، قاچاق، سوداګري او استعمال یې منع او معتادین یې راټول کړل او تر درملنې لاندې دي چې متاسفانه نړیوالو یې یادونه ونکړه. بین المللي سازمانونو او هیوادونو هم د نشه یي تو کو د بدیل کښت په برخه کې له بزګرو سره هیڅ پام وړ مرسته ونکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو، د سیمې او نورو هیوادونو سره د متقابل درناوي او تعامل په اساس د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی او له هغو هیوادونو څخه چې پخوا یې په افغانستان کې پر جنګ پانګونه کوله وغوښتل چې د اقتصادي کډوالۍ او بېلابېلو هیوادونو ته د زیاتو ځوانانو د ورتګ د مخنیوي لپاره د پراختیایي پروژو د عملي کېدو مانع نشي. نوموړي همدارنګه پر افغان ملت لګول شویو بندیزونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه دې بندیزونو د عامو خلکو پر ژوند منفي اغېزې کړي او د ځوانانو د مهاجرت لامل کېږي.
هغه د خپلې وینا په پای کې څرګنده کړه، د اسلامي امارت مجاهدین د امیرالمومنین شیخ هبت الله اخندزاده حفظه الله تر قیادت لاندې د اسلامي امارت د موسس امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله او د شهید ملا اخترمحمد منصور تقبله الله د ارمانونو پالنه کړې او کوي یې.