د کابینې اتمه غونډه؛ د ریل پټلۍ د ګیچ ټاکلو او مهاجرینو د ځمکو د وېش پر بهیر بحث وشو

د کابینې اتمه غونډه؛ د ریل پټلۍ د ګیچ ټاکلو او مهاجرینو د ځمکو د وېش پر بهیر بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اتمه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن تر سره شوه. 

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، پکې د هېواد د لوړو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو په اړه بحث او ځینې پریکړې ترسره شوې. 

غونډه کې له حیرتان څخه تر سپین بولدک پورې (نیو افغان ټرانس) د ریل پټلۍ ګیچ (عرض) ټاکلو اړوند د هیئت راپور تایید شو چې یاد ګیچ دې 1520 mm ونیول شي، او ورسره دې 1435 mm ګیچ هم نظر کې ونیول شي. 

همدا راز پرېکړه وشوه چې د مهاجرینو عالي کمیسیون رئیس مولوي عبدالسلام حنفي له لوري دې د مهاجرینو کمیټې راوغوښتل شي او د دوی د کارونو اړوند دې یوه بررسي ترسره شي؛ ترڅو خلکو ته د ځمکو د توزیع پروسه چټکه او هر څه عاجل مستحقینو ته ځمکې ووېشل شي، دغه راز دې هغه موانع هم معلوم کړل شي چې تر دې مهاله یې ځینو سیمو کې دغه پروسه له ځنډ سره مخ کړې. 

د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر دعا سره پایته ورسېده.