د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون د تفتیش عالي ادارې رئیس محترم مولوي محمد محسن هاشمي سره وکتل.
په پیل کې، د تفتیش عالي ادارې رئیس محترم مولوي محمد محسن هاشمي د یادې ادارې د کړنو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.
محترم هاشمي په ادارو او وزارتونو کې د شفافیت رامنځته کولو لپاره د دې ادارې فعالیتونه مهم وبلل وې ویل، د دې ادارې مفتشین په بشپړ اخلاص د ادارو تفتیش او ارزونه کوي.
د تفتیش عالي ادارې رئیس همداراز وویل، یاده اداره هڅه کوي ترڅو د اسلامي امارت د مشرانو په لارښوونه په وزارتونو او امارتي ادارو کې شفافیت رامنځته او د اداري فساد مخنیوی وشي او په دې برخه کې د مشرانو مرستو او همکاریو ته اړتیا ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په امارتي ادارو کې فساد سره د مبارزې او د شفافیت رامنځته کولو لپاره د تفتیش عالي ادارې فعالیتونه وستایل.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، اسلامي امارت توانېدلی په کمه موده کې اداري فساد لمنځه یوسي او په ادارو کې شفافیت رامنځته کړي، چې دا کار د تفتیش ادارې په څېر د ټولو ادارو د شپه او ورځ هڅو پایله ده او د افغانستان اسلامي امارت پرې ویاړي.
محترم مولوي حنفي د تفتیش ادارې څخه وغوښتل چې تر دې وروسته هم په ادارو کې د شفافیت رامنځته کولو لپاره په جدیت خپل کار ته دوام ورکړي، ترڅو امارتي ادارې د شفافیت له اړخه د سیمې هیوادونو ترمنځ په یو سمبول بدلې شي.