د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. 

په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو راپورونه وړاندې کړل. 

وروسته د چارو ادارې عمومي ریاست، د بغلان او ننګرهار ولايت مقامونو او همداراز د امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل مخنيوي پر موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول. 

د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#