د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اجرایوي مرستیال سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اجرایوي مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اجرایوي مرستیال ښاغلي کارل سکاو او په افغانستان کې د دغه سازمان له مسؤل ښاغلي جان ایلیف سره وکتل.

په دې کتنه کې د سیمه ییز اقتصاد پر پیاوړتیا، له اړمنو کسانو د ملاتړ او کاري فرصتونو د ایجاد په اړه خبرې وشوې.

په پیل کې ښاغلي کارل سکاو د اسلامي امارت له همکاري قدراني وکړه او وې ویل، د خوړو نړیوال پروګرام به جګړې څخه د زیانمنو شویو کورنیو سربېره له پېښو څخه د زیانمن شویو خلکو او په خوارځواکۍ اخته کوچنیانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، له داخلي تولیداتو ملاتړ، په افغانستان کې د موجوده ظرفیتونو استفاده او د افغانانو د ځان بسیاینې لپاره هڅې د دې بنسټ کاري لومړیتوب دی او WFP کوښښ کوي د کاري فرصتونو په ایجادولو له افغانانو سره لازیاته همکاري ولري.

د خوړو نړیوال پروګرام اجرايوي مرستیال همداراز څرګنده کړه، د ځینو ستونزو باوجود به هم دغه سازمان افغانانو ته د لازیاتو مرستو د راجلبولو په برخه کې خپلې هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي.

وروسته محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خوړو نړیوال پروګرام اجرايوي مرستیال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال، له افغانانو څخه د ملاتړ په برخه کې د دې سازمان رول وستایه.

نوموړي څرګنده کړه، افغانان د تحمیلي جګړې، سېلابونو او زلزلو له امله زیات زیانمن شوي او اړتیا ده چې مسؤل ارګانونه او بنسټونه د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

همداراز د ریاست الوزراء اداري مرستیال هیواد ته د مهاجرینو پراخ بېرته راستنېدو ته په اشارې وویل، په تېرو پنځو کلونو کې تر پنځه میلیونو زیات مهاجر له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته را ستانه شوي چې خوشبختانه د اسلامي امارت له لوري یې ستونزو ته رسیدګي شوې ده.

نوموړي بېرته راستنېدونکو ته د کاري فرصتونو پر ایجادولو ټینګار وکړ او وې ویل، له داخلي ظرفیتونو او د استخدام په بهیر کې د هیواد له بشري سرچینو استفاده کولی شي د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې ګټور اغېز ولري.

په دې کتنه کې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مسؤل ښاغلي جان ایلیف د یاد سازمان د فعالیتونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل او د افغانستان اسلامي امارت د انکشافي ملي ستراتېژي هرکلی یې وکړ.

نوموړي زیاته کړه، اوسمهال ټول راستانه شوي افغانان د خوړو نړیوال پروګرام له مرستو برخمن شوي دي، دغه راز د کاري فرصتونو د ایجاد په برخه کې هم پراخې برنامې تر لاس لاندې دي.

د دې کتنې په پای کې محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د انسان دوستانه مرستو قدرداني وکړه او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت له لوري د همکاري ډاډ ورکړ.#