د کابینې یوولسمه غونډه؛ د هېواد په بندرونو کې د اړتیا وړ تأسیساتو او لابراتوارونو د ارزونې او نوي کابل د ابادۍ په اړه بحث وشو

د کابینې یوولسمه غونډه؛ د هېواد په بندرونو کې د اړتیا وړ تأسیساتو او لابراتوارونو د ارزونې او نوي کابل د ابادۍ په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې یوولسمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن ترسره شوه.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه پکې د هېواد مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو په اړه بحث او ځینې پریکړې ترسره شوې.

په غونډه کې پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د هرات ولایت اسلام قلعه او نورو بندرونو کې د اړتیا وړ تأسیساتو، د درملو د لابراتوارونو او نورو وسائلو اړوند بررسي وکړي او پایله یې د ریاست الوزراء مقام سره شریکه کړي؛ ترڅو یې په اړه اقدامات ترسره شي.

همداراز د نوي کابل په اړه بحث وشو چې له پلان سره سم دې د ابادۍ چارې پرمخ یووړل شي او نورې ادارې دې له کور او ښار جوړولو وزارت سره همکاري وکړي. 

د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر په دعاء سره پایته ورسېده.