د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. 

په دې غونډه کې، لومړی د کمېسيون له لوري د ټاکل شويو کمېټو فعاليتونه او کړنې وارزول شوې. 

وروسته د کورنيو چارو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو، د چارو ادارې او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په تړاو يې لازم تصميمونه ونيول شول. 

په پای کې، د ښاروالیو او د امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل د مخنيوي موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#