د رياست الوزراء اداري مرستيال د اهل تشيع يو شمېر علماوو او متنفذينو سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د اهل تشيع يو شمېر علماوو او متنفذينو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د اهل تشيع يو شمېر علماوو او متنفذينو سره وکتل. 

هغوی په پيل کې د مسؤلينو د هڅو او سرښندنو او په هيواد کې د اسلامي امارت تر حاکميت لاندې د انکشافي پروژو عملي کېدو مننه وکړه وې ويل، دې زيار او رښتينو هڅو د افغانانو ډېرې هيلې ژوندۍ کړې دي.

هغوی زیاته کړه، چې د کانونو استخراج او د هيواد په ټولو برخو کې په متوازن ډول د انکشافي پروژو تطبيق خلکو په ځانګړي ډول ځوانانو ته ډېر کاري فرصتونه برابروي او له هيواد څخه د کډوالۍ مخنيوی کوي. 

همداراز هغوی د هيواد په مختلفو برخو کې ځينو ستونزو او ټولنيزو مسايلو ته اشاره وکړه او د اسلامي امارت مسؤلينو څخه يې دې برخې ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

ورپسې د رياست الوزراء اداري مرستيال اهل تشيع علماوو او متنفذينو سره پر دې ليدنې خوښي وښوده وې ويل، اسلامي امارت افغان ملت ته د خدمت ژمنتيا لري او د ټولنيزې هوساينې او د خلکو د ستونزو حل لپاره به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال همداراز څرګنده کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت به د هيواد د اقتصادي پراختيا او په مختلفو برخو کې د انکشافي پروژو عملي کولو په موخه د خپل توان تر کچې هڅه وکړي.#