د ریاست الوزراء اداري مرستیال د هرات والي سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د هرات والي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د هرات والي محترم شیخ نور احمد اسلام جار سره په کتنه کې پر مختلفو اداري او خدماتي موضوعاتو خبرې وکړې.

 

په پیل کې د هرات والي د دې ولایت د عمومي وضعیت، د عامه خدماتو د ښه والي لپاره د سیمه ییزې ادارې د هڅو، د خلکو ستونزو ته د رسیدګي او د اداري چارو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د اسلامي امارت مسؤلین په هرات کې له موجوده امکاناتو په استفادې د خلکو د هوساینې د تامین او د هغوی اړتیاؤ ته د رسیدنې لپاره هڅې کوي.

همداراز په دې کتنه کې د راستنېدونکو مهاجرینو د وضعیت او دوی ته د خدماتو وړاندې کولو د بهیر په اړه هم بحث وشو. د هرات والي څرګنده کړه اړوندې ادارې له مسؤلو بنسټونو سره په همکاري راستنو شویو هیوادوالو ته د لومړنیو خدماتو وړاندې کولو او لازمو اسانتیاؤ زمینه برابره کړې او د دغه بهیر د لاښه والي هڅې روانې دي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د هرات د سیمه ییزې ادارې فعالیتونه او کړنې وستایلې او د خلکو ستونزو ته د رسیدګي او د چارو د مدیریت په برخه کې یې د دې ولایت د مسؤلینو رول ارزښتمن وباله.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي په ټینګار وویل چې هیوادوالو ته خدمت او راستنو شویو مهاجرینو ته د لازمو اسانتیاؤ برابرول د حکومتي بنسټونو له مهمو مسؤلیتونو شمېرل کېږي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال همداراز په بېلابېلو اجتماعي برخو کې د هرات د خلکو د همکاري قدرداني وکړه او وطنوالو ته یې د خدماتو لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.#