د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په بلخ ولایت کې د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رئیس سره وکتل.
د دې لیدنې پرمهال د ازبکستان مسؤولینو وویل، غواړي په نایب اباد سټېشن کې د یونیم کیلومټر په اوږدوالي د اوسپنې پتلۍ نوې کرښه او د دې کرښې په اوږدو کې د تخلیې او بارګیرۍ لپاره څو ګودامونه جوړ کړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دا هڅه وستایله او د ټولګټو وزارت مسؤولینو ته يې هدایت وکړ، ترڅو تخنیکي او ساختماني چارې يې په ګډه له مقابل لوري سره پرمخ یوسي.
د دې کرښې او ګودامونو په جوړېدو سره به د حیرتان بندر ظرفیت زیات او سوداګرو ته به اسانتیاوې رامنځته شي.#