د ریاست الوزراء سیاسي  مرستیال : د خوښۍ ځای دی چې افغانان په ازاده او ارامه فضا کې اختر نمانځي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال : د خوښۍ ځای دی چې افغانان په ازاده او ارامه فضا کې اختر نمانځي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د کابینې ځینو غړو، په کابل کې مېشتو کوردیپلوماتانو او د اسلامي امارت غړو او مجاهدینو په سپیدار ماڼۍ کې د کوچني اختر لمونځ د شیخ شهاب الدین دلاور په خطابت ترسره کړ.

لد لمانځه له اداکولو وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ټولو افغانانو، په کابل کې مېشتو بهرنیو دیپلوماتانو او د نړۍ مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي وویله او د روژې په مبارکه میاشت کې یې د هغوی د دعاوو او عباداتو د قبولېدو دعا وکړه.

محترم مولوي عبدالکبیر وویل، الحمدلله نن ټول افغانان په ازاده او ارامه فضا کې د اختر خوشالۍ نمانځي.

هغه له خلکو وغوښتل چې له امنیتي ځواکونو سره د امنیت په ټینګښت کې خپلې همکارۍ دوامداره وساتي.

د‌ ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، خوښ یم چې سږکال په افغانستان کې اختر د بشپړ امنیت او سولې په فضا کې لمانځو او ددې امنیت او اسلامي نظام ساتنه او پالنه زموږ او ستاسو هر یوه دیني او ملي وجیبه ده.