په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر سره د رياست الوزراء اداري مرستيال کتنه

په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر سره د رياست الوزراء اداري مرستيال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محترم شیخ صنیع الله فرهمند سره وکتل.

په دې کتنه کې محترم شیخ صنیع الله فرهمند د یاد سفارت د کړنو او فعالیتونو د راپور د وړاندې کولو ترڅنګ وویل، د سفارت مسئولین تل په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا کوښښ کوي او له نېکه مرغه پام وړ پایلې هم ترلاسه شوېدي.

نوموړي په بېلابېلو برخو کې د سفارت د مسئولینو د اجراتو په ځانګړي ډول په ترکیه کې مېشتو افغانانو ته د خدماتو وړاندې کولو اسانتیا چې د دې سفارت په لومړیتوبونو کې قرار لري، معلومات ورکړل.

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په ترکیه کې د اسلامي امارت سفارت کړنې او فعالیتونه وستایل او د تاجرانو او نورو افغان مهاجرینو ستونزو ته په رسیدګي یې ټینګار وکړ.

د رياست الوزراء اداري مرستيال همدارنګه وویل، د سفارت مسئولین باید د افغانستان او ترکیې ترمنځ په بېلابېلو د سوداګري، سیاست او فرهنگ په برخو کې د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا کې تر پخوا زیات کوښښ وکړي.