د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. 

په دې غونډه کې، په پيل کې ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د ورسپارل شويو موضوعاتو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل. 

وروسته، د کورنيو چارو وزارت او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پر اړوندو موضوعاتو هر اړخيز بحث او وارزول شول او په تړاو يې لازم تصميمونه ونيول شول. 

د دې غونډې په پای کې، د کار او ټولنيزو چارو، د شهيدانو او معلولينو چارو او کانونو او پټرولیم وزارتونو، د سوداګرۍ او پانګونې خونو عمومي رياست او د صرافانو اتحاديې اړوندو موضوعاتو لا زياتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه، ترڅو تر تدقيق وروسته يې راپور راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.