د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفيل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې د اسلامي امارت له یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو، علماوو، مخورو او مجاهدینو سره په جلا جلا ډول وکتل.
په دغو کتنو کې راغلو کسانو د ریاست الوزراء محترم کفيل ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله. مسؤلینو او چارواکو په ښه ډول د ورسپارل شویو دندو د ترسره کېدو ډاډ ورکړ او ټولو علماوو، قومي مشرانو او راغلو مېلمنو په هېواد کې سرتاسري امنیت وستايه.
دوی همدارنګه د اسلامي امارت د اقتصادي پلانونو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، حکومت دې د هيواد بیارغونې برخې ته لا ډېر پام وکړي. دغو مشرانو له اسلامي امارت سره د هراړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ریاست الوزراء کفيل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د دغو لیدنو په لړ کې راغلو مسؤلینو، علماوو، مخورو او مجاهدینو ته د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ پر مهال وويل، په هېواد کې د سرتاسري امنیت ټينګښت د قوي نظام څرګندونه کوي، ځکه په افغانستان کې حاکمه پرامنه فضاء د ملت په همکارۍ رامنځ ته شوې ده.
د ریاست الوزراء کفيل او سیاسي مرستیال زیاته کړه، امنیتي ادارې شپه او ورځ د ډاډمن امنیت لپاره کار کوي او د دغې برخې د چارواکو او کارکوونکو هڅې د ستایلو وړ او له ویاړه ډکې دي.
محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې، له امنیتي موظفینو سره د خلکو د دوامدارې همکارۍ غوښتنه وکړه.