د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست سرپرست محترم مولوي عبدالودود حقاني او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې د یادې ادارې رهبري او يو شمېر ورزشکارانو هم ګډون درلود، مولوي عبدالودود حقاني د خپلو پلانونو او وړاندیزونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل وې ویل، د ياد رياست فعالیتونه پر ولایتونو سربېره ولسوالیو ته هم غځېدلي، د لوبغاړو ترمنځ همغږي رامنځته شوې او ورزشکاران ښې لاسته راوړنې لري.
نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه، چې افغان ورزشکاران په راتلونکیو المپیک لوبو او نورو سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره لېوالتیا او چمتووالی لري او په دې برخه کې يې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د الکمپیک ملي کمېټې او د سپورټ عمومي ریاست نوي مشر ته د مبارکۍ ترڅنګ هغه ته په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
نوموړي وویل، افغان لوبغاړو او ورزشکارانو تل د افغانستان لپاره ویاړونه ګټلي او اسلامي امارت هڅه کوي د لوبغاړو او ورزشي ادارو پر وړاندې شته ستونزې حل کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زياته کړه، لوبغاړي دې په ډاډه زړه خپلو امادګیو او تمریناتو ته ادامه ورکړي او مطمئن دې واوسي، چې اسلامي امارت د خپلو لوبغاړو او ورزشکارانو ملاتړ کوي.
مولوي صاحب عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې ډاډ ورکړ، چې په المپیک سیالیو کې د افغان لوبغاړو د ګډون په اړه به اړونده ادارو ته د ستونزو د حل سپارښتنه وکړي.