پاکستان لومړي وزیر د افغانستان اسلامي امارت له رئیس الوزرا سره ټلیفوني خبرې وکړې

پاکستان لومړي وزیر د افغانستان اسلامي امارت له رئیس الوزرا سره ټلیفوني خبرې وکړې

د پاکستان لومړي وزیر ښاغلي شهباز شریف د افغانستان اسلامي امارت له رئیس الوزرا محترم ملا محمد حسن اخند سره نن ماښام ټلیفوني خبرې وکړې.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اسلامي امارت رئیس الوزرا ته په خوست، پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې او طبیعي پېښو له امله د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب په رامنځته شویو انساني او مالي زیانونو خواشیني وښوده او اسلامي امارت ته یې د هر اړخیزو همکاریو او مرستې ډاډ ورکړ.
د پاکستان لومړي وزیر وویل: په دې سخت وخت کې د افغان ولس ترڅنګ ولاړ یوو او له ټپیانو سره د عاجلې مرستې لپاره مو د انګور اډې او غلام خان بندر دروازې د هغوی پرمخ پرانېستې دي.
ښاغلي شهباز شریف زیاته کړه، له پېښې سمدستي وروسته سیمې ته زموږ د مرستې لومړۍ بسته رسېدلې او اړوندو ارګانونو ته مې دنده سپارلې چې نور اړتیا وړ توکي هم برابر او ورسوي.
نوموړي همداراز ډاډ ورکړ چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د رغاونې لپاره به په نړیوال سټیج د امریکا متحدو ایالتونو له لوري د افغانستان د ګنګل شوې پانګې د خلاصون لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم ملا محمد حسن اخند د پاکستان لومړي وزیر له غمشریکۍ څخه مننه وکړه وې ویل، دا چې په دې سخت وخت کې پاکستان د یو مسلمان ورور هیواد په توګه د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی موږ یې قدرداني کوو.
ملا محمد حسن اخند وویل، زلزلې، واورې او سیلابونو د افغانستان ګڼ ولایتونه ځپلي او سمدستي حکومت، سوداګرو، خیریه موسسو او خیرخواه خلکو د خوست او پکتیکا له خلکو سره خپل وس مرسته کړې او له زیانمنو سره د راتلونکو مرستو د ارزونې لپاره مو خپل ټیمونه سیمې ته استولي دي.
محترم رئیس الوزرا د خپلو خبرو په پای کې وویل، افغانستان له طبیعي پېښو څخه ډ‌ېر زیانمن شوی دی، نړۍ او مرستندویه هیوادونه باید په دې برخه کې له زیانمنو او اړمنو خلکو سره عاجله مرسته وکړي.