عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د والیانو او ولسوالانو سیمینار کې ګډون او وینا وکړه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د والیانو او ولسوالانو سیمینار کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په کندهار کې د ۳۴ ولایتونو د والیانو او ولسوالانو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي سیمینار کې ګډون او وینا وکړه. 

د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو له تلاوت وروسته عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سیمينار ګډونوالو ته د لازمو هدایاتو او مهمو توصیو پرمهال وویل، تاسو د اسلامي امارت د اعتماد خلک او نماینده ګان یاست. ستاسو تر لاس لاندې پوره وطن دی، خلک ترغیب کړئ، په نفرت کې یې مه اچوئ، له الله تعالی څخه وېره ولرئ او تقوا اختیار کړئ.

نوموړي زیاته کړه، هر مشر د خپل ماتحت لپاره امام دی، خلک د خپل مشر پر عاداتو روان وي، څه چې مشران کوي او په څه عمل کوي، کشران هم د دوی عمل تعقیبوي، د مشرانو عمل متعدي دی، ټول خلک په دوی پسې اقتدا کوي، په هر ولایت او ولسوالۍ کې د هغه ولایت د والي او ولسوال اثار د خلکو په چلند او رویه کې معلومېږي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی څرګنده کړه: په هر کار کې خپل نیت اصلاح کړئ، که مو نیت صحیح و او د ښه کار لپاره و، نو په اعمالو به مو الله پاک جل جلاله ښه اثار مرتب کړي. په افغانستان کې ډېر جهادونه وشول، خو چې نیتونه یې سم نه وو، نو هغه اثار پرې مرتب نه شول چې د جهاد اهداف بلل کېدل او افغانستان یې در په در کړ. 

نوموړي زیاته کړه، نن د خدمت موقع شته، د الله تعالی د دین خدمت وکړئ، د اسلام او شریعت عملي کول اصلي جهاد دی. خلک پر تاسو د دین او د شریعت په خاطر راټول شوي دي، په دین او شریعت یې پوه کړئ، د اصلاح کوښښ یې وکړئ، د فسق او فساد مخه یې ونیسئ. 

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماء کرامو ته په خطاب کې وویل، په دنیا کې د الله جل جلاله په نزد قدرمن او بهترین خلک علماء کرام دي، ستاسو په دربار کې باید معزز خلک علماء وي، د وخت د امیر او علماء کرامو قدر وکړئ، علماء کرام د اسلامي نظام ساتونکي دي، د علماوو په احترام سره نظام محکم کېږي. 

نوموړي په ټینګار وویل، علماء کرام دې له ستاسو سره یوځای د دین د احیا لپاره همکاري وکړي، خلک دي فکراً او ذهناً جوړ او د دښمنانو د غوښتنو بد عواقب دې خلکو ته بیان کړي، مسؤلین او مجاهدین دې د علماء کرامو سره مشورې کوي، هغوی ته دې غوږ نیسي، له هغوی دې فتوا اخلي او عمل دې ورباندې کوي.

محترم امیرالمؤمنین والیانو او ولسوالانو ته په خطاب کې وویل تاسو والیان او ولسوالان د اسلامي امات قوت او نماینده ګان یاست، ټول خلک ستاسو تر حکم لاندې دي، که تاسو د اسلامي امارت او د خپل امیر ښه نماینده ګي وکړئ، نو خلک به له اسلامي نظام سره همکار شي او د شریعت په نافذولو کې به پوره کوښښ درسره وکړي. 

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت حکمونه او فرامین تر علماؤو، مجاهدینو اوخلکو ورسوئ، چې خلک په ناروا کې اخته نشي او احکام له عملې کېدو څخه پاتې نشي. همدا ډول له غفلت څخه ځانونه وساتئ، یو د بل سره محبت او د خپلو مافوق مشرانو اطاعت وکړئ، یو پر بل اعتماد ولرئ، تر څو دښمن ته ستاسو په منځ کې د هيڅ ډول تفرقي اچولو موقع او ځای پیدا نشي. 

د اسلامي امارت زعیم دا هم وویل، کشرانو ته داسې وظیفې مه ورکوئ چې سرته یې نه شي رسولای، کار اهل کار ته وسپارئ، په خپله په عزیمت عمل کوئ خو د خپلو ملګرو سره اساني کوئ، سختي او سخته رویه مه ورسره کوئ، له چا څخه تحفې او هدیې مه اخلئ، ځکه د قدرت او واک په وخت کې تحفې قبلول په رشوت کې راځي، د راحت سره ځان مه عادت کوئ.

عاليقدر امیرالمؤمنن زیاته کړه، الله تعالی دې زموږ تاسو ټول نېک اعمال او خدمتونه قبول کړي، الله تعالی پر موږ فضل او احسان وکړ او په خپل هدف کې یې کامیاب کړو، کارونه مو درانه دي، د الله د فضل او احسان به امید ساتو.

نوموړي وویل، له انسي او جني شیطانانو څخه پنا غواړئ، قل اغوذ برب الفلق او قل اعوذ برب الناس ډېر وايئ، استغفرالله ډېره ډېره وايئ، ذکر ډېر کوئ، الله تعالی ته رجوع کوئ، علماؤو ته رجوع کوئ، کتاب مطالعه کوئ، ځکه د الله یاد او د کتاب مطالعه مو له غفلت څخه ساتي. مجاهدین له عبثیاتو څخه را وګرځوئ، د تعلیم او سالم مصروفیت زمینه ورته مساعده کړئ، له غیبتو څخه ځان او ملګري وساتئ. 

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په پای کې څرګنده کړه، که چاته مې وظیفه ورکړه دا یو امانت دی، که مې بېرته ځینې واخیسته دا هم زما حق دی، په دې باندې خپل خاطر دروند نه کړئ، ځکه هرڅه د الله تعالی په اراده کېږي، بس د الله تعالی ارادې ته تسلیم اوسئ او له الله تعالی څخه خیر او عافیت غواړئ.