د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ شارژدافیرې مېرمن ویرونیکا بوسکوویچ او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی مېرمن ویرونیکا بوسکوویچ خبرې وکړې او وې ویل،يه افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې په بېلابېلو برخو کې زیات مثبت کارونه ترسره شوي چې ټول یې شاهدان دي.
نوموړې له افغانستان سره په ځانګړې توګه راستنو شویو کډوالو او د کنړ ولایت زلزله ځپلو سره د اروپایي ټولنې مرستو ته په اشارې وویل، دا اتحادیه چمتو ده چې په افغانستان کې د معتادینو په درملنه کې هم همکاري وکړي.
نوموړي د اسلامي امارت له لوري د راستنو شویو مهاجرینو بهیر د مدیریت قدرداني وکړه وې ویل، اروپايي ټولنه په پام کې لري له راستنېدونکو سره د مسکن او کارموندنې په برخو کې همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې او مل پلاوي سره پر کتنې خوښي څرګنده او له راستنو شویو کډوالو او زلزله ځپلو سره یې د اروپایي ټولنې د مرستو مننه وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز په افغانستان کې اقلیمي بدلونونو، طبیعې پېښو او راستونو شویو مهاجرینو ته اشاره وکړه او د سیمې او نړۍ له هیوادونو یې وغوښتل چې د مهاجرینو د حقونو د تأمین په برخه کې خپل مسؤلیتونه ادا کړي.