د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس په افغانستان کې د قطر سفیر سره وکتل

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس په افغانستان کې د قطر سفیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د قطر سفیر ښاغلي مردف بن علي القاشوطي سره په ارګ کې وکتل. 

په پیل کې، د قطر سفیر له افغانستان سره د خپل هیواد اړیکي پیاوړې او تاریخي وبللې او وې ویل، هڅه کوي د خپل ماموریت پر مهال د اړیکو دغه کچه نوره هم لوړه کړي. 

ښاغلي مردف بن علي القاشوطي په افغانستان کې د قطر ترسره شویو او روانو انکشافي او مرستندویه پروژو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، له رامنځته شوي امنیت څخه په استفادې هڅه کوو په ډېرو نورو برخو کې هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړو. 

د قطر سفیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې د سیمې د اقتصاد، امنیت او ثبات لپاره مهمې وبللې او وې ویل، قطر په اخلاص هڅه کوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ رامنځته شوو ستونزو ته مناسب حل پیدا شي. 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د قطر او افغانستان اړیکې مهمې وبللې او زیاته یې کړه، په تېرو شلو کلونو کې قطر د یو مسلمان ورور هیواد په توګه په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره ډېر زیار اېستلی او اسلامي امارت ترې منندوی دی. 

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په مختلفو برخو کې د قطر ترسره شوې پروژې ګټورې وبللې او د همکاریو کچې د لا زیاتېدو غوښتنه یې وکړه. 

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس په پای کې وویل، اسلامي امارت له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هیوادونو سره د متقابل احترام او د افغانستان ملي ګټو او شرعي اصولو په چوکاټ کې دوه اړخیزه مثبتې اړیکې غواړي او هماغسې چې په افغانستان کې د امنیت، ثبات او د خلکو د هوساینې لپاره کار کوي، په نورو هیوادونو کې هم د امنیت او ثبات ملاتړ کوي.#