محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل فولاد اوسپنې ويلې کولو فابريکې دويم فاز پرانيست

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل فولاد اوسپنې ويلې کولو فابريکې دويم فاز پرانيست

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ولايت ته د خپل سفر پرمهال په هرات صنعتي پارک کې د کابل فولاد اوسپنې ويلې کولو فابريکې د دويم فاز پرانيسته وکړه.

نوموړي وويل، د اسلامي امارت په راتګ سره سيمه ييزو او د نړۍ ډېرى هېوادونو له افغانستان سره د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره عملي ګامونه اخيستي او دا هڅې د لا پراخېدو په حال کې دي.

محترم ملا صاحب زياته کړه، اسلامي امارت د صنعت ودې ته ځانګړې پاملرنه کړې او په همدې موخه يې په کور دننه د برېښنا توليد او وارداتي برېښنا لويې پروژې پيل کړې دي.

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال پر ټولو پانګوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، اسلامي امارت د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.

د کابل فولاد اوسپنې ويلې کولو فابريکې په دويم فاز ۲۰ ميليون ډالر پانګونه شوې، چې په ورځني ډول د ۵۰۰ټنه اوسپنې د پروسس وړتيا لري.