د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون جوړه شوه. 

په پيل کې د یاد کمېسیون له لوري ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپور وړاندې کړ او وروسته د لوړو زده کړو، پوهنې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارتونو، چارو ادارې عمومي ریاست، د احصایې او معلوماتو ادارې او امنيتي ادارو اړوند موضوعاتو په هکله له بحث او هر اړخيزې ارزونې وروسته لازم تصميمونه ونيول شول. 

په پاې کې، په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#