د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
وروسته، د عامې روغتیا وزارت او همداراز د يو شمېر اړوندو ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل مخنيوي موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول.
په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق او ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#