د رياست الوزراء اداري مرستيال له پروفيسور ډاکتر عبدالکریم قیومي سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال له پروفيسور ډاکتر عبدالکریم قیومي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر له محترم پروفيسور ډاکتر عبدالکریم قیومي سره وکتل. 

د‌ دې کتنې په پيل کې، محترم پروفيسور ډاکتر عبدالکریم قیومي خبرې وکړې او مختلفو برخو په ځانګړي ډول روغتيا ته يې د اسلامي امارت په پاملرنې خوښي وښوده. 

نوموړي زياته کړه، د هيواد په کچه د يو نمونوي روغتون جوړېدل د هغو لويو کارونو له ډلې دي، چې اسلامي امارت يې په ځانګړي ډول د غوره روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره افغان ملت ته ترسره کړي. 

محترم پروفيسور ډاکتر عبدالکریم قیومي د دې نمونوي روغتون د ساختماني چارو بشپړېدو، د تجهيزاتو، ماشينرۍ او نورو لازمو توکو تهيې او خريدارۍ ته په اشارې وويل، لازمه ده چې د ډاکترانو او متخصصينو د ظرفيت لوړولو، د معياري لابراتوارونو نصب او د وړ او مسلکي ظرفيت لرونکو کسانو جذب ته لازمه پاملرنه وشي. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، اسلامي امارت په مختلفو برخو کې هیوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کول له خپلو دندو او مسؤلیتونو څخه بولي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د وړانديزونو په اړه وويل، چې په ټولو امکاناتو به ورته رسيدګي وکړي.#