د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ.
په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي پيل شوه.
د يادوني وړ ده چې یاد صنعتي پارک شاوخوا ١٠٠٠ جریبه مساحت لري او بېلابېلو صنعتي شرکتونو ته په هيواد کې د صنعتي سکتور د ودې په پار په واک کې ور کول شو.
دغه صنعتي پروژه د هېواد د صنعتي سکتور د ودې او پیاوړتیا، د پانګونې د جذب او د سیمهییز اقتصاد د غوړېدا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.#