د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د ابوعلي سینا بلخي دویم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون او وینا وکړه.
په دې نندارتون کې چې د عامې روغتیا وزارت له لوري جوړ شوی، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د اسلامي امارت یو شمېر مسؤلینو، د بهرنیو هیوادونو دیپلوماتانو، ډاکټرانو، صنعتکارانو او پانګوالو حضور درلود.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د روغتیا سکتور لکه د نورو سکتورونو په څېر پر هیواد د تحمیلي جګړې له امله زیات زیانمن شوی، د دې سکتور احیا کول هراړخیزې پاملرنې ته اړتیا لري ترڅو د ورځنیو اړتیاؤ مطابق عیار شي.
نوموړي زیاته کړه، په هیواد کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د روغتیا په ځانګړي ډول د درملو د تولید، د طبي وسایلو برابرولو او معیاري کولو برخو پام وړ پرمختګ کړی دی.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي له کورني تولیداتو په استفادې او د روغتیا سکتور پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویل، اسلامي امارت هڅه کوي له خصوصي سکتور په ځانګړي ډول د درملو د تولید او برابرولو په برخه کې له کورنیو پانګوالو او صنعتکارانو بشپړ ملاتړ وکړي.
نوموړي د تولیدونکو له لوري د تولیدي درملو پر کیفیت ټینګار وکړ او وې ویل، باکیفیته درملو ته د خلکو لاسرسی د عامې روغتیا او انسانانو د ژوند په خوندیتوب کې ځانګړی ارزښت لري او پر روغتیایي سکتور او ډاکټرانو د ټولنې باور پیاوړی کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د درملو او روغتیایي محصولاتو په تولید کې د نړیوالو معیارونو تطبیقول د کیفیت تضمین، خوندیتوب او له بین المللي تولیداتو سره د سیالۍ وړتیا تر ټولو مهم عوامل دي او دا چاره په هیواد کې د درمل جوړولو صنعت د پایداره پراختیا لامل ګرځي.
نوموړي دغه راز له بهر مېشتو افغان متخصصینو وغوښتل چې د خپلې رخصتي پر مهال د ناروغانو د درملنې او ځوانو ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو ترڅنګ د صحي مهارتونو او سیستمونو د لېږد په برخه کې له روغتیا سکتور سره همکاري وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، دا مهال ډېری ناروغان په هیواد کې دننه درملل کېږي او د اسلامي امارت مسؤلین جدي هڅې کوي ترڅو د افغانستان دننه د ټولو ناروغیو درملنې ته زمینه برابره کړي او هیڅ ناروغ اړ نشي د درملنې لپاره له هیواده بهر ولاړ شي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د الشفا روغتون معیاري کولو ته اشاره وکړه او وې ویل، دا مهال یاد روغتون تر ترمیم لاندی دی او د اړتیا وړ پرمختللو وسایلو د پېر او متخصص کادرونو د استخدام بهیر یې روان دی.#