د رياست الوزراء  مقام د دفتر عمومي رئیس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ رئیس سره وکتل

د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ رئیس سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ رئیس ښاغلي عرفات جمال سره په ارګ کې وکتل. 

په دې کتنه کې چې د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم شیخ محمود ذاکري او د عالي مقام مرستیال ویاند محترم ملا حمدالله فطرت هم حضور درلود، د افغان کډوالو د ستونزو او اجباري راستنېدنې، د اسلامي امارت له لوري د دوی د ښه مدیریت او همدارنګه په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د عمومي رئیس د سفر په اړه بحث او خبرې وشوې. 

ښاغلي عرفات جمال د راستنېدونکو کډوالو د ښه مدیریت او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ سره د مهاجرینو په برخه کې د اسلامي امارت د لازمو همکاریو قدرداني وکړه او همدرانګه یې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې د عالي کمیشنر راتلونکی سفر د افغان مهاجرینو د حقونو د ملاتړ، د نړیوالو مرستو د جلبولو، د اسانتیاوو د زیاتوالي او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې ګټور وباله. 

نوموړي وویل په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د نړۍ په کچه افغانستان ته زیات مهاجرین په اجباري توګه راستانه شول او له نېکه مرغه افغانستان یې ښه هرکلی وکړ. د اسلامي امارت مسئولینو هغوی ته ښه ترتیبات نیولي چې د شپې تر ناوخته پورې ورته لازم خدمات او اسانتیاوې برابروي. هغه زیاته کړه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري هم له اسلامي امارت سره په ګډه همغږي د مهاجرینو لپاره لومړني خدمات او اسانتیاوې برابروي. 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ رئیس وویل، سره له دې چې اسلامي امارت په ورین تندي د راستنو شویو افغان کډوالو هرکلی کوي، خو متاسفانه په افغانستان کې د کمزوري اقتصادي وضعیت، د جذب محدود ظرفیت او د نړیوالو مرستو د کموالي، پرلپسې وچکالیو، زلزلو او د پاکستان د جګړې له امله افغانان او په ځانګړي ډول اجباري راستانه شوي مهاجرین ډېرې ستونزې لري.

هغه زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر د راتګ موخه له افغان مقاماتو او خلکو سره کتنه، له نږدې څخه د وضعیت لیدنه او پاکستانی لوری دېته قانع کول دي چې د افغان کډوالود باعزته ستنېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. هیله ده چې دا سفر به د افغان مهاجرینو د حقونو د ملاتړ، ادغام او نړیوالو مرستو د راجلبولو په برخه کې ګټورې پایلې ولري.  

د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع ښاغلي عرفات جمال ته د ښه راغلاست پرمهال افغانستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر په راتلونکي سفر خوښي او هیله یې څرګنده کړه چې نوموړی د مهاجرینو په اړه خپل معلومات له افغان مقاماتو سره شریک او په دې برخه کې خپل مسئولیتونه ترسره کړي. 

هغه زیاته کړه، مهاجرت یوه نړیواله، دوامداره او عمومي کشاله ده او پر افغانستان د یرغلونو له امله ګڼو افغانانو په پاکستان، ایران او نورو هیوادونو کې د مهاجرت پرمهال ډېرې ستونزې او سختۍ ګاللي او لا یې هم ګالي. 

د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس وویل، کوم هیوادونه چې مهاجرین مني، باید د مهاجرینو اړوند نړیوال اصول او قوانین مراعت کړي او د هغوی حقونو ته بشپړ درناوی وکړي. کوربه هیوادونه دې له مهاجرینو سره ناوړه، سیاسي او انتقامي چلند نه کوي او نه دې هم په زور او اجباري ډول ستنېدو ته مجبوروي. 

هغه زیاته کړه، هغه نړیوالې ادارې چې د مهاجرینو په برخه کې فعالیت کوي، یوازې په نصیحتونو او سپارښتنو دې اکتفا نه کوي. په ډېر جرئت دې هغو هیوادونو ته د ملامتیا ګوته ونیسي چې له مهاجرینو سره ناوړه چلند کوي او د هغوی حقونه او نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي.

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، افغانان چې په هر هیواد کې د مهاجرت ژوند کوي، هغوی زموږ وروڼه دي او موږ یې تل په ورین تندي د راتګ هرکلی کوو، اما د څو لسیزو جګړو، ناکراریو، وچکالیو او نورو له امله لا هم په افغانستان کې ډېرې ستونزې موجودې دي، خو د دې ټولو باوجود اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د راستنېدونکو مهاجرینو د ستونزو د حل په موخه عالي کمېسیون جوړ کړی چې د مهاجرینو د ستونزو د حل او هغوی ته د لومړنیو اسانتیاوو او اړینو خدماتو د برابرولو دوامدارې هڅې، سفرونه او مجلسونه کوي.

نوموړي د کرښې هاغاړه د افغان کډوالو ستونزو ته په اشارې وویل، هلته د مهاجرینو په برخه کې ډېرې داسې ستونزې شته چې په اسانۍ سره حلېدلی او مدیریت کېدلی شي. نړیواله ټولنه او مرستندویه هیوادونه دې له افغان مهاجرینو سره خپلې مرستې د کمولو پرځای زیاتې او دوامداره کړي.

 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیشنري. رئیس ښاغلي عرفات جمال په تورخم او سپین بولدک کې د کرښې هاغاړه د افغان کډوالو شته ستونزو ته په اشارې وویل، په اسلام اباد او کابل کې کې د دوی همکارانو له پاکستاني لوري او په کابل کې د پاکستان سفیر سره په هغه اړه خبرې کړي او هغوی ورسره د افغان کډوالو د یادو ستونزو د کمولو ژمنې کړې دي. موږ د افغان کډوالو وضعیت له نږدې څارو او وبه ګورو چې پاکستانی لوری څومره په خپلو ژمنو عمل کوي.

نوموړي زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري تل له افغانستان سره له هر ډول سیاسي ملحوظ پرته مرستې کړي او د افغان کډوالو تر ځای پرځای کېدو او د هغوی د ستونزو تر اساسي حل پورې به زموږ مرستې ادامه ولري. زموږ هڅه داده چې د افغانستان لپاره ترلاسه کېدونکې مرستې او بودجه په اغېزناک ډول ولګوو. 

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په پای کې له افغانستان او په ځانګړي ډول راستنوشویو افغان کډوالو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري په ګډون د ټولو مرستندویه هیوادونو او موسسو او افغان تاجرانو د مرستو قدرداني وکړه او ټولو مرستندویه بنسټونو او ادارو ته یې په افغانستان کې د فعالیت پرمهال د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.