د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د خوست ولایت د بېلابېلو سیمو یو شمېر مخورو او مجاهدینو سره ولیدل.
په دې ناسته کې، دغو مجاهدينو د خوست د قومونو په استازيتوب د اسلامي امارت ملاتړ اعلان کړ او زياته يې کړه، هماغسې چې يې د اشغال پايته رسولو او د اسلامي نظام استحکام لپاره قربانۍ ورکړې دي، اوس هم د اسلامي نظام ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
دوی زیاته کړه، د ولس له بېلابېلو اقشارو سره د اسلامي امارت د مشرانو لیدنې مثبت ګام دی او ټول خلک په دې کار خوښ دي.
د رياست الوزرا محترم سیاسي مرستیال هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خوست د مجاهدینو او ولس قربانۍ وستايلې وې ويل، په افغانستان کې د قومونو یووالی ددې سبب شو، چې اسلامي امارت بریالی شي او حکومت هڅه کوي د قومونو ترمنځ یووالی او اتحاد وساتي.
د محترم مولوي عبدالکبیر په وینا، اسلامي امارت د خلکو قربانۍ نه هېروي او په اسلامي نظام کې د ټولو سرښندنو ته د قدر په سترګه کتل کېږي.
نوموړي د خپلو خبرو پای کې وويل، د حکومتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې دي او ولس کولای شي هر کله په پوره جرئت خپلې غوښتنې او مشورې له مسئوولینو سره شریکې کړي.