بسم الله الرحمٰن الرحیم
د عالیقدر امیرالمؤمین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله تعالی په مشري په کندهار ولایت کې د افغانستان د اسلامي امارت د وزیرانو شوری د قرآن کریم د څو مبارکو په آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د اسلامي امارت وزیرانو ته د خپلو مسؤلیتونو د ښه ترسره کولو، د شرعي نظام او د فرمانونو د ښه تطبیق، د خلکو سره د عدل کولو او د ستونزو د حل او په اخلاص سره د خدمت کولو په اړه لازم هدایات او مهمې توصیې وکړې.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، د اسلامي نظام استحکام د دین په زده کړه سره راځي، کوښښ وکړئ خلکو ته دین ور زده کړئ، د دین مذاکره کوئ، ټول پر تقوی ودریږئ، له تقوی څخه مه اوړئ، تاسو به په عزیمت عمل کوئ او تواضع کوئ، خلکو ته دیني پوهاوی ورکړئ له بد اخلاقۍ او ناسمو افکارو او نظریو له تاثیره یې وساتئ، کوښښ وکړئ مذهب او عقیده ور وښایاست، خپلو منځونو کې امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوئ، او د اسلامي امارت فرمانونه ښه مطالعه کوئ، په عملي کولو او تر خلکو پوري د رسولو پوره کوښښ وکړئ، اهمیت یې ورته بیان کړئ او خپله یې هم پوره اطاعت کوئ، کارونه مو درانه دي د الله پاک د فضل او احسان امید به ساتو، او په خپلو ټولو چارو کې د الله جل جلاله دین او مقدس شریعت د هرڅه لپاره اصل وګرځوئ.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، تاسو اوس د اسلامي نظام اعضاء او اراکین یاست، خپلو ماتحتو او خلکو ته دیني علم ور وښایاست، او صحیح عقیده ور زده کړئ، د اعمالو کمزوري د عقیدې د کمزورۍ څخه راځي، غرونو او صحراوو ته دیني علم ورسوئ، دیني علم احیاء کړئ، چې په دې سره اسلامي نظام مستحکم کیږي، کوښښ وکړئ علم تر هره ځایه ورسوئ او دین را ژوندی کړئ، خلک په دین، شریعت او په اسلامي نظام باندي پوه کړئ او پر ځانونو باندي ښه مراقبت وکړئ، پر خپل ماتحت باندي هم مراقبت وکړئ او باید دا کوښښ وکړو چې په خپل عمل باندي خلکو ته اسلام او دین بیان کړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته دین په عمل سره بیاناوه، موږ هم باید دوی ته په عمل باندي دین وښیو، نن خلک زموږ په عمل باندي عمل کوي نو نېکبخته سړی هغه دی چې نور پرې نېکبخته شي، هغه زیاته کړه هره دوره تېرېدونکې ده موږ او تاسي باید کوښښ وکړو چې راتلونکو نسلونو ته ښه اصول، ښه لوایح، غوره تاریخ او اخلاق پریږدو.
په دې غونډه کې همداراز، د هیواد په تعلیمي چارو کې د ښو خدماتو وړاندې کولو، په اقتصادي او سیاسي برخو کې د لا پیاوړتیا لپاره لازم تصامیم ونیول شول، د یادونې وړ ده چې د تیرو شوری ګانو پریکړې هم و ارزول شوې او اړوند مسؤلینو یې د ترسره کړو اجرأتو په اړه جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ته معلومات وړاندي کړل.
تر وینا وروسته د یوشمېر اداري، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه او لازم تصامیم ونیول شول.
د وزیرانو شوری د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا خلکو او نظام ته د خیر په دعا پایته ورسېده. والسلام
۲۷/۱۲/۱۴۴۷