د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو تړون لاسلیک شو

د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو تړون لاسلیک شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د معیار او کیفیت ادارې او یوه نړیوال شرکت ترمنځ د څه باندې ۴۶ میلیون ډالرو په ارزښت د لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو او سمبالتیا تړون لاسلیک شو.

د دغه تړون له مخې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د معیار او کیفیت ادارې د رئیس محترم مولوي فیض الله تمیم او د یوه هندي نړیوال شرکت (TCRC) د استازي ترمنځ لاسلیک شو، ياد شرکت به د پنځو کلونو لپاره د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې معیاري لابراتواري کمپلکسونه جوړ، پرمختللي تجهیزات به چمتو او نصب، موجوده تجهیزات به ترمیم او همدارنګه د معیار او کیفیت ادارې د کارمندانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه به بهرني متخصصین معرفي کړي.

د دې تړون له مخې به د معیار او کیفیت ادارې مسلکي کارکوونکو ته کورني او بهرني روزنیز پروګرامونه هم جوړ شي، همداراز به د معیارونو نړیوال سازمان (ISO) څخه د نړیوالو باوري کیفیت تائید لیکونو د ترلاسه کولو بهیر هم عملي شي.#