د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل نن په سپېدار ماڼۍ کې د کرنې وزارت مرستیال مولوي باز محمد فیضان سره وکتل.
په دې کتنه کې، ښاغلي فیضان د یاد وزارت اړوندو فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د کرنې مکانیزه کول، د ځنګلونو ساتل، وچکالۍ سره مبارزه او کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه د دوی لومړیتوب دی او هڅه کوي افغانستان له دې اړخه ځان بساينې ته ورسوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د کرنې وزارت رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل، افغانستان وچکالۍ ځپلی، کروندګر او بڼوال مرستې ته اړتیا لري او مرستندویه ادارې باید په دې برخه کې همکاري وکړي او زياته يې کړه، د کرنې وزارت پروګرامونو څخه بشپړ ملاتړ کوي او په وړاندیزونو به یې غور وکړي.