‏محترم ملا عبدالغني برادر اخوند حیرتان بندر ته سفر وکړ

‏محترم ملا عبدالغني برادر اخوند حیرتان بندر ته سفر وکړ

‏د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او مل پلاوي په بلخ ولایت کې حیرتان بندر ته سفر وکړ. 

‏د دې سفر پرمهال د حیرتان بندر د ۲۴ ساعته خدمتونو پر وړاندې کولو او په دغه بندر کې د امارتي ادارو لکه مالیې، صنعت او سوداګرۍ، بهرنیو چارو، ترانسپورټ، هوايي چلند او ټولګټو وزارتونو، د حیرتان کمیسارۍ، د خوړو او درملو ادارې، د معیار او کیفیت ادارې، د نفت او ګازو، استراس او افسوتر امارتي شرکتونو پر موجوده ستونزو خبرې وشوې او د حل په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول. 

‏د نیول شوو تصامیمو له مخې به له اړتیا سره سم په دغه بندر کې د امارتي ادارو تشکیل زیات شي، لوی او معیاري د موټرو تمځايونه، اداري ودانۍ، د تخلیې او بارګیرۍ مرکزونه، پرمختللي لابراتوارونه، معیاري سړکونه او سړې خونې به جوړې شي، د اوسپنې پټلۍ موجوده کرښې به پراختیا پيدا کړي، د ترانسپورټ او انتقالاتو لپاره به نقلیه وسایط برابر شي، د لوی وزن د معلومولو لپاره به ډیجیټلي تلې او د قاچاق د مخنیوي لپاره به سیار سکنرونه نصب شي. 

د پورته کارونو ‏په ترسره کولو سره به په حیرتان بندر کې له ځنډ پرته په ښه توګه ۲۴ ساعته صادراتي او وارداتي خدمتونه وړاندې شي، چې په پایله کې به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزه سوداګرۍ کچه زیاته او د اقتصاد په وده کې به مثبت رول ولري.#