د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماښام د فاریاب له والي محترم داملا محمد شعیب او د غزني امنیه قومندان محترم مخدوم محمد عالم رباني سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې محترم داملا محمد شعیب او محترم مخدوم محمد عالم رباني د فاریاب او غزني ولایتونو د امنیتي، اجتماعي او حکومتولۍ چارو په برخو کې د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
د فاریاب والي او د غزني امنیه قومندان زیاته کړه، دوی او د اسلامي امارت ټول مجاهدین شپه او ورځ د ولسونو د امنیت د تامین او خدمت په برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي او په دې لار کې به هیڅ راز هڅې دریغ نکړي.
دوی دغه راز د سرتاسري امنیت، روغتیا، مواصلاتي لارو ترڅنګ خلکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو په موخه د اوبو بندونو جوړولو په څېر موضوعاتو خبرې وکړې او دې برخې ته یې د اسلامي امارت د رهبري ځانګړې پاملرنه وغوښته.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادو ولایتونو ولسونو ته د امنیت د تامین او خدمت په برخو کې د دوی کړنې او فعالیتونه وستایل وې ویل، په ټولو سطحو کې باید د اسلامي امارت مجاهدین د خلکو د امنیت د ټینګښت، د دوی د هوساینې او خدمت په برخو کې خپلې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې جاري وساتي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال غوره امنیت، روغتیا، د څښاک پاکو اوبو او معیاري مواصلاتي لارو ته لاسرسی د خلکو حقوق او د اسلامي امارت تعهدات وبلل او زیاته یې کړه، د اسلامي امارت مسؤلین به د خپل توان په حدودو کې پورته ذکر شویو برخو ته پاملرنه وکړي.