د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشري او د عامې روغتیا وزیر او د دفاع، کورنیو چارو، لوړو زده کړو او مالیې وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست د استازو په حضور په روغتیا سکتور کې د نوښت او هیوادوالو ته د غوره روغتیایي خدماتو په برابرولو کې د ادارو ترمنځ د همغږي او د روغتیایي خدماتو د ښه والي په موخه غونډه نن له غرمې مخکې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د هیواد د روغتیا سکتور او د خدماتو د کیفیت د ښه والي لپاره د موثرو حل لارو او د روغتیایي چارو د مدیریت پر وړاندې د شته ننګونو او خنډونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه د هیوادوالو د درملنې لپاره د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو، په معیاري طبي وسایلو او تجهیزاتو د روغتونونو په سنبالولو، په امارتي او خصوصي روغتونونو کې د مړینې پېښو د کمولو، د ماشومانو د روغتیایي برخو د پیاوړتیا، د ناروغیو وقایې ته په پاملرنې، په لیرې پرتو ولایتونو او ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو په پیاوړتیا، په امارتي روغتونونو کې د سرطان ناروغي د تشخیص او درملنې په برخه کې د همغږي رامنځته کولو او د ناروغانو د درملنې په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وشو.
په دې ناسته کې همدارنګه دروغتیایي کادرونو د ظرفیت لوړولو، ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو ته د روزنیزو برنامو، په روغتیایي مرکزونو کې متخصصینو ته د کاري زمینې برابرولو، ناروغانو او د هغوی پایوازانو ته په روغتونونو کې د مناسب محیط برابرولو او همدارنګه له هغوی سره د ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو د نېک چلند په اړه هراړخیز بحث او ارزونه وشوه او په دې هکله تصمیمونه ونیول شول.
په پای کې جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې د روغتیایي خدماتو د ښه والي په برخه کې خپلې حل لارې ترتیب او تنظیم کړي او راتلونکو غونډو ته یې وړاندې کړي.