د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو انستیتوت محصلینو د فراغت په مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا

د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو انستیتوت محصلینو د فراغت په مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پلازمېنې زون د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو انستیتوت څخه د درې زره او پنځه سوه تنه محصلینو د فراغت په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په پیل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دغو مراسمو د جوړولو مننه وکړه او ټولو محصلینو، د دوی کورنیو، استادانو او د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو انستیتوت مسؤلینو ته يې مبارکي وويله او هیله یې څرګنده کړه چې دغه ځوانان وکولی شي د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا ترڅنګ د هیواد په پرمختګ کې خپله ونډه ادا کړي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، له نیمې پېړۍ تحمیلي جنګونو، نظامي مبارزې او د زیاتو قربانیو او تکلیفونو په زغملو سره زموږ په ګران هیواد کې امنیت او ارامي راغلي، ځان ځاني او ګډوډي په بشپړه توګه له منځه تللې، افغانان په متحدانه ډول په واحد صف کې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د پراختیا او ودې په حال کې حرکت کوي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، د اسلامي امارت ټولې هڅې پر ابادۍ متمرکزې دي، څرنګه مو چې افغانستان له اشغال څخه ازاد کړ په هماغه ډول به یې اباد کړو، موږ د هیواد د ازادۍ او ابادۍ لپاره راغلي یوو او باوري یوو چې افغانستان له افغانانو پرته بل هیڅ بېګانه نه ابادوي.

نوموړي زیاته کړه، د تپل شویو جنګونو له امله د هیواد زېربناوې له منځه تللي او د اشغال په تېرو شلو کلونو کې ورته هیڅ راز بنسټیز کار نه دی شوی، خو د اسلامي امارت په حاکمیت سره امنیت تأمین شوی او په بېلابېلو برخو کې انکشافي چارې په چټکۍ سره روانې دي، همداراز د کرنې، ټکنالوژۍ، تحصيلي نظام او د روغتیا د ودې په برخو کې لازم ګامونه اخیستل شوي دي. 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ځوانان ته د علومو د زده کړې او مهارتونو د ترلاسه کولو په برخه کې د لازمو اسانتیاو د برابرولو ډاډ ورکړ وې ویل، د اسلامي امارت مسؤلین هڅه کوي د هیواد ځوانان د علم په ګاڼه سنبال او د اسلامي نظام، ملت او هیواد د خدمت مصدر وګرځي.#