د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
د اقتصادي کمېسیون غونډې ته له اجنډا سره سم د معیار او کیفیت ادارې له خوا د معیارونو ۶۹ مسودې د تائیدۍ لپاره وړاندې شوې.
په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته یادې مسودې تائید او اړوندو ادارو ته یې د ښه تطبیق سپارښتنه وشوه.
د ۶۹ مسودو له ډلې ۲۹ ازمایښتي روشونه او پاتې نور یې معیارونه دي، چې د مدیریت، نفتي توکو، طبي وسایلو، مخابراتو، کیمیاوي توکو، زراعت او خوراکي موادو، کانونو، چاپېریال ساتنې او ساختماني موادو په برخو کې جوړ شوي دي.
د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د جوزجان شپږو ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې په اړه د تخنیکي، مالي او اقتصادي څېړنو او کړنو په تړاو راپور وړاندې شو.
د غونډې ګډونوالو له بحث وروسته پرېکړه وکړه، چې په دې اړه دې یو پلاوی یادو ولسوالیو ته سفر وکړي او د خپلو موندنو راپور دې د اقتصادي کمېسیون بلې غونډې وړاندې کړي.
په غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا ۷۷ ساختماني شرکت ته د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ د زورا سیمې د ډبرو سکرو د ظواهرو د قرارداد ورکولو وړاندیز هم وشو، چې په اړه یې اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه، چې د دې قرارداد ټول اړخونه دې د اصولو په رڼا کې وڅېړل شي او خپل نهایي راپور دې د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې کړي.
په نننۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، چې دا موضوع دې تر هر اړخیزې څېړنې وروسته د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې شي.
د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د ادارو د تېلو د قراردادونو په تړاو د ټاکل شوې کمېټې او همدا راز د کندوز ولایت د علي آباد ولسوالۍ د پنځوس بستریز روغتون په تړاو د عامې روغتیا وزارت راپورونه هم وړاندې شول.
په غونډه کې تر بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې یوه کمېټه دې د تېلو د قراردادونو موضوع په هر اړخیز ډول وڅېړي او خپل راپور دې د کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
په پای کې، د اقتصادي کمېسیون نننۍ غونډه کې د کندوز ولایت علي اباد ولسوالۍ د روغتون په اړه پرېکړه وشوه، چې د عامې روغتیا وزارت دې په ياده ولسوالۍ کې یو ۳۰ بستریز روغتون جوړ کړي.#