د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په پیل کې ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د ښاروالیو قانون د مسودې په اړه هر اړخيز بحث او ارزونه وشوه او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.
د ښاروالیو د نوي قانون په مسوده کې د نورو موضوعاتو تر څنګ، د ښارونو پر پاکوالي او شنه کولو، د شنو ساحو پر ساتنې او د ښاري چاپېريال د وضعیت په ښه کولو کې د ښاروالیو پر رول ټينګار وشو او په دې برخه کې عملي لارې چارې وارزول شوې.
د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته مشخصې دندې وسپارل شوې.#