د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د فارياب ولايت مرستيال والي، يو مسوول حاجي مولوي نعمت الله نوراني او د همدې ولايت يو شمېر علماوو او متنفذينو سره وکتل.
په دې کتنه کې، لومړی مرستيال والي محترم الحاج مولوي حميدالله ارشاد او د ياد ولايت يو مسؤول محترم الحاج مولوي نعمت الله نوراني د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د دې ولايت د ټولنيز، اقتصادي او سيمه ييزې حکومتولۍ په اړه خبرې وکړې او همداراز د خپلو کړنو او فعاليتونو په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
هغوی په دې ولايت کې د بشپړ امنيت تامين ډاډ ورکړ وې ويل، ځايي مسؤولين خلکو ته د خدمت رسولو او د هغوی د ستونزو له منځه وړو لپاره هڅې کوي.
همداراز هغوی د اشغالګرو پر وړاندې مبارزه کې د فارياب ولايت د خلکو زيار او سرښندنې وستايلې او د اسلامي امارت رهبرۍ څخه يې وغوښتل ترڅو په مختلفو برخو په ځانګړي ډول په دې ولايت کې د ښوونې او روزنې، انکشافي پروژو تطبيق او د اوبو بندونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، په هيواد کې د سرتاسري امنيت تامين د اسلامي امارت لومړیتونو څخه دی او د دې کار لپاره د ځايي مسوولينو بې درېغه هڅو ته اړتيا ده.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، د اسلامي امارت رهبري په هېواد کې د لويو ملي پروژو تطبيق، ټولنيزې هوساينې او اقتصادي پراختیا لپاره دوامداره هڅې کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز زياته کړه، اسلامي امارت به د شته امکاناتو په چوکاټ کې ستاسو وړانديزونو ته رسيدګي وکړي.