نن دوشنبه د اسد ۲۴ مه په ۱۴۰۰ لمريز کال کې د اسلامي چامارت د فاتح ځواکونو په لاس د کابل د فتحې له ورځې سره برابره ده. په همدې مناسبت خپل ټول ویاړلي او مجاهد ملت ته مبارکي وایم..
دا ورځ د باطل پر وړاندې د حق د بري او د اشغالګرو او د هغوی له غلامانو څخه د هیواد د آزادۍ پيلامه شوه.
د دې ورځې د لمانځلو په ترڅ کې لاندې څو ټکوته ستاسو پام را اړوم.
ــ ټول ملت باید د دغې سترې بریا چې هیواد مو له اشغال، جنګ او ناورين څخه خلاص شو، قدردانی او شکرګزاري وکړي او د اسلامي نظام د استحکام او بقا لپاره، لا ډېره همکاري، اخلاص او دعاوې وکړي.
ــ د اسلامي امارت ټول مجاهدين او ځواکونه باید لا ډېر صبر، استقامت او حوصله ولري او د هیواد د امنیت په ټينګښت کې لا ډېر کوښښ وکړي.
ــ د اسلامي امارت ټول مسئولین باید پخپلو مسئولیتونو کې لا ډېر اخلاص، ښه نیت او احتیاط ته توجه ولري، خپل کارونه لکه څرنګه چې ورته سپارل شوي پرمخ بوځي او خپل ولس ته لاډېر خدمت وکړي.
نړیوال باید له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې پياوړې کړي، موږ د هيڅ هیواد لپاره تهدید نه یوو، نور هیوادونه هم باید د افغانستان سره مثبت او نېک سیاسي او تجارتي تعامل ولري او د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره له اسلامي امارت سره لاس او مرسته وکړي. والسلام
د اسلامي امارت رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند
۱۷/۱/۱۴۴۴هـ ق
۱۴۰۱/۵/۲۴هـ ش 2022/8/15م