د ایران په اسلامي جمهوریت د صهیونیستي رژیم د بریدونو په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د ایران په اسلامي جمهوریت د صهیونیستي رژیم د بریدونو په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د افغانستان اسلامي امارت د اسرائیلو لخوا د ایران په اسلامي جمهوریت وروستي بریدونه او د دغه هېواد د پوځي قوماندانانو او اټومي پوهانو ترور چې د نړیوالو حقونو له اساسي اصولو، په ځانګړي ډول د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه څرګنده سرغړونه ده، په کلکه غندي.

دا تجاوز په داسې حال کې ترسره شوې چې د فلسطین مظلوم ولس، په ځانګړې توګه په غزه کې، لا هم د اسرائیلو د بې‌درېغه او فاجعه‌بارو بریدونو لاندې دی، او اشغالګر رژیم پرته له دې چې انساني او نړیوالو اصولوته پام وکړي، دغه تاوتریخوالی ته دوام ورکوي. له بده مرغه، دا ډول کړنې چې تاوتریخوالی زیاتوي، د سیمې وضعیت لا پسې کړکیچن او اندېښمن کړی دی.

 اسلامي امارت له ټولو ذيدخلو جهتونو څخه غواړي چې د خپلې ټاکل شوې دندې له مخې، چې د منطقوي ثبات او امنیت ساتل دي، په پوره مسؤلیت سره دې موضوع ته رسیدنه وکړي او د دې اجازه ورنه کړي چې په سیمه کې ناامني او بې‌ثباتي نوره هم پراخه شي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند 

۱۴۴۶/۱۲/۱۷ھ ق 

۱۴۰۴/۳/۲۳ ھ ش - 2025/june/ 13