پر سوریې د اسرائیلي رژيم د بريدونو په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه

پر سوریې د اسرائیلي رژيم د بريدونو په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان اسلامي امارت د اسرائیلي رژيم له لوري د سوريې پر خاوره، په ځانگړې توگه په دمشق او نورو ځایونو بريدونه په کلکو ټکو غندي.

دغه ډول تجاوزونه نه یواځې د یوه خپلواک دولت د حاکمیت نقض دی، بلکې د ټولې سيمې د لا بې‌ثباته کولو او هرج و مرج خپرولو سيستماتيک جنايت دی.

د افغانستان اسلامي امارت په سيمه کې پر اغېزناکو هېوادونو او سازمانونو غږ کوي چې د دغو تیریو پر وړاندې خپل مسؤولیت ادا کړي او د اسرائیلي رژیم دغه ډول تجاوزونه ژر تر ژره ودروي، او د سوریې د ولس او مشروع حکومت خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته درناوی ولري. والسلام 

د افغانستان اسلامي امارت

۲۰/۱/۱۴۴۷هـ ق

۲۵/۴/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/7/16 م