د افغانستان اسلامي امارت د امریکا د متحده ایالاتو هغه تورونه په کلکه ردوي چې د محمود شاه حبیبي په نوم د یو افغان د نادرکه کېدو تور یې د افغانستان د استخباراتو پر عمومي ریاست لګولي.
د اسلامي امارت مربوطه ارګانونو د حبیبي د کورنۍ د عریضې په اساس په ټولو اړوندو ادارو کې پلټنه کړې، خو هیڅ داسې نښه نه ده تر سترګو شوې چې نوموړی دې د اسلامي امارت اړوند کوم ارګان له لوري نیول شوی وي.
د استخباراتو لوی ریاست په ګډون د اسلامي امارت ټول ارګانونه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د منظور شویو شرعي قوانینو په اساس د بندیانو ټولو حقه حقونو ته ژمن دي او مکلفیت لري چې نیول شوي کسان په خپل مشخص وخت کې قضایي ارګانونو ته وسپاري.
د افغانستان اسلامي امارت د یوه مشروع نظام په حیث دي ته اړتیا نلري کوم کس چې د جرم شک ورباندې کېږي ونیسي او پټ یي وساتي، تر دې وړاندې هم د امریکا د متحده ایالاتو په شمول د ځینو هیوادونو اتباع چې د افغانستان د نافذه قوانینو څخه د سرغړوني له امله توقیف شوي وو، هغوی له خپلو کورنیو سره دوامداره په ارتباط کې و او په اړه یې عدلي او قضایي ارګانونو علني اجرأات ترسره کړي او هم یې له متبوع هیواد سره په اړه تفاهم شوی دی.
د دې تر څنګ اسلامي امارت د مفقودینو د موندنې لپاره د سمع شکایاتو د ارګان په مشري یوه دایمي کمېټه ټاکلې، چې د ټولو هغو کسانو د موندلو په اړه له کشفي او امنیتي ارګانونو سره ګډې څیړنې کوي کوم چې د مختلفو دلائلو له امله په مختلفو وختونو کې لادرکه شوي دي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
۷/۱/۱۴۴۷هـ ق
۱۲/۴/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/7/3 م