بسم الله الرحمن الرحیم
په ډېره خواشینۍ سره چې لا هم د فلسطین په غزه کې سلګونه زره مسلمانان د اسرائیلي صهیونستانو تر ظالمانه یرغل، وحشت، سختې لوږې، تندې، ناروغیو او وحشیانه بمبارونو لاندې دي.
د افغانستان اسلامي امارت یوځل بیا د اسرائیلي صهیونستانو ظلمونه، په ملکي خلکو د لوږې او کلابندۍ فشار او ورسره د مرستو څخه د لومې په ډول کار اخیستل بیا پر ښځو او ماشومانو بمبار کول او شهیدانول په کلکو ټکو غندي.
اسلامي امارت په ټول مسلمان امت، مسلمانو هېوادونو او نورو مؤثرو جهتونو غږ کوي چې هرڅه ژر د غزې مظلومو ماشومانو او ښځو ته، د بشري مرستو د رسیدو لپاره لاره هواره کړي او هلته روان ظلم او زیاتی نور پای ته ورسوي.
کنه د لوی الله جل جلاله په حضور کې به هيڅ عذر نه لرو او ټول به له سخت الهي عذاب سره مخامخ کیږو.
له الله تعالی څخه غواړو چې هر څه ژر د غزې مسلمانانو ته نجات ورکړي او په صهیونیستي ظالمانو او د هغوی په ملاتړو داسې قهر او عذاب نازل کړي چې ټول انسانیت یې ننداره وکړي او عبرت ورڅخه واخلي. آمین یا رب العالمین
د افغانستان اسلامي امارت
۲۴/۱/۱۴۴۷هـ ق
۴/۲۹/ ۱۴۰۴ هـ ش ــ 2025/7/20 م