د ملګرو ملتونو د درې میاشتني راپور په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د ملګرو ملتونو د درې میاشتني راپور په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د ملګروملتونو له ادرسه یو درې میاشتنی راپور خپور شوی چې په هغه کې د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپاره شوي او هڅه شوې چې د افغانستان د فعلي وضعیت په اړه تشویشونه ایجاد شي.
موږ دغه راپور ردوو او هغه د ناسمو معلوماتو په اساس او د پروپاګند کولو په منظور تهیه شوی راپور بولو.
په افغانستان کې امنیت اوس تر بل هر وخت ښه شوی او خلک په ارامه ژوند کوي.
متأسفانه چې د ملګرو ملتونو او ورته نورو ادرسونو څخه همیشه د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کيږي، هڅه کیږي چې د افغانستان حالات خراب وښودل شي، په پرمختګونو سترګې پټې شي او د کوچنیو پيښو په غټ ښودلو سره
خلکو ته انديښنې پيدا شي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې جنايي پيښې هم امنيتي پيښې تعبیر شوي دي، په داسې حال کې چې دغه ډول جنايي پيښې، په نورو هېوادونو کې له افغانستان څخه ډيرې ترسره کیږي.
خپلو خلکوته ډاډ ورکوو چې د بهرنیو مغرضو حلقاتو په خوله د خپل هېواد د امنیت او ثبات په اړه انديښمن نشي، افغانستان له هر وخت ډیر امن دی او خلک د شرعي نظام تر سیورې لاندې آرام ژوند کوي.
یوازې د تیر لوی اختر په شپو ورځو کې تر دوه میلیونه افغانانو په هېواد کې دننه سیاحتي سفرونه ترسره کړي چې د امنیت، ثبات او د خلکو د ارامۍ د احساس څرګندونه کوي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۴/۱۲/۱۴۴۶هـ ق
۳۱/۳/۱۴۰۴هـ ش ـ 2025/6/21 م